سیاست

د سترې محکمې رييس: ستره محکمه له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې هوډمنه ده

کابل باختر د ثور ٢٢
د سترې محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم نن په کابل کې د آيساف د قوتونو د قانون د واکمنۍ د برخې له رييس تريبل کوک کلونل سره وکتل .
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى تريبل څرګنده کړه: ((زموږ مسووليت د قانون د واکمنۍ  د بهير ملاتړ او په دې بهيرکې د نړيوالو مرستو جلب دى چې د عدلي اوقضايي ارګانونو ظرفيت لوړ شي او د قانونمندۍ او عدالت په ساحه کې چې له شک پرته د ټيکاو او امنيت تامينوونکي دي؛ ښه خدمتونه وړاندې شي.))
ده دغه راز د اداري فساد له امله  له رامنځته شويو جرمونوسره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د جوړولو د طرحې په باب چې په دغو جرمونو پورې د اړوندو قضيو د چتکۍ څيړنې په کارکې د کشف، تحقيق او قضا د ارګانونو هلې ځلې ګړندي کوي؛ خبرې وکړې او په ښه توګه د دغې طرحې د مطالعې په خاطر يې د يوې کاري ډلې د جوړولو غوښتنه وکړه .
د آيساف د قانون د واکمنۍ د برخې رييس دغه راز څرګنده کړه چې د هېواد په پارلمان کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس د وينا په اوريدو سره به هلې ځلې وکړي چې د قاضيانو د محافظت د قطعې لوژستيکي او تاميناتي ظرفيت او ځواکمنۍ  پياوړې کړي چې  د قاضيانو او محکمو  په نسبت د دغې قطعې په مواظبت سره په ټولنه کې د قانون د تطبيق  ښه زمينه برابره شي. وروسته د سترې محکمې رييس د خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې د اداري فساد له امله له رامنځته شويوجرمونوسره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د جوړولو طرحه د قضيو په څيړنه کې د ښې همغږۍ د رامنځته کولو په لاره کې اهميت  ته يې په پاملرني سره دعدلي اوقضايي ارګانونو تر نظر لاندې ده او په دې برخه کې د لازمو څيړنو له ترسره کولو وروسته لازم تصميمونه نيول کيږي.
د سترې محکمې رييس دغه راز په ځانکړې توګه د تشکيلاتي جوړښت او د اهليت، تخصص او مسووليت مننې په پام کې نيولوسره د قضايي کادرونو د ځاى پرځاى کولو په برخه کې د قضايه قوې د اصلاحي پروګرامونو په بيانولو سره زياته کړه: ستره محکمه له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې هوډمنه ده او د قاضيانو د کار او فعاليت د ښو زمينو د برابرولو په ساحه کې جدي هلې ځلې کوي. قانونيت او عدالت د قاضيانو د مهم رکن په توګه په ښه توګه تامين شي او موږ په دې برخه کې د نړيوالو دوستانو د هر راز همکارۍ هرکلى کوو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته