کابل/ باختر/ د مرغومي د مياشتې ١
چارواکو د قندهار د پنځو شهيدو ښځو له کورنيو سره د شپږ سوه زرو افغانيو او خوراکي توکو مرسته وکړه چې په هرې کورنۍ سل زره افغانۍ او خوراکي توکي وويشل شول.
د قندهار ولايت مالي او اداري ريېس له رسنيو سره په خبروکې وویل چې د شهيدوشويو ميرمنو او د هغوي د سپرلۍ دموټرچلوونکي له کورنۍ سره به مرستو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده چې څلور ورځې مخکې په کندهار ولايت کې نامعلومو وسله والو د هوايي ډګر د پنځو تنو ښځينه کارکوونکو د سپرلې پر موټر بريد وکړ چې د موټرچلوونکي په ګډون يې پنځه ښځې ځای پرځای شهيدانې کړې.#
2 د یوې دقیقې څخه لږ