نوي ډيلى- نريوالې خبري منابع – باختر دمرغومي دمياشتې ١٣
د هند پوليسو اعلام وکړ يوه ١٦ کلنه نجلۍ چې ډله ييز تيرى پرې شوى وو ، ځان نه دى وژلى بلکې دتيري کوونکو له خوا وژل شوې ده.
په دغې نجلۍ د اکتوبر په مياشت کې ډله ييز تيرى شوى و چې څو ورځې مخکې يې دکلکتې په روغتون کې ساه ورکړه.
دهغې د وژل کيدو علت لومړى ځان وژنه اعلام شوه خو پوليسو نن وويل چې دغه نجلۍ دتيري کوونکو له خوا سوځول شوې ده .
ددغې نجلۍ مړينه په کلکتې کې پراخ اعتراضونه راوپارول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ