ټولنه

په ننګرهار کې د يو ستر جومات د جوړولو کار پيل شو

– کابل / د وږي ۲۲ مه / باختر
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يو ستر جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ننګرهار د حج او اوقافو رياست وايي چې يو اسلامي مرسته رسوونکى بنسټ د دغه جومات د جوړولو لپاره ٢٥ زره ډالره ورکوي.
دغه جومات به په يو وخت کې د زرو لمونځ کوونکو ظرفيت ولري.
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي محمد داوود مجاهد باختر آژانس ته وويل چې د دغه جومات په جوړولو کې د اسلامي علومو د زده کړې مرکز، اودسخونه او د ملا امام لپاره د اوسېدو ځاى په پام کې نيول شوي دي.
ټاکل شوې ده دغه جومات تر راتلونکو څلورو مياشتو پورې جوړ شي.
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته