سیاست

دسترې محکمې رييس عدلي او قضايي بنسټونو ددغه مرکز دقاضيانو او څارنوالانو په ټاکنه کې له زيات دقت څخه کار اخيستى دى.

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٨
دسترې محکمې رييس قضاوتپوه سيد يوسف حليم نن په کابل کې دملګرو ملتو دسازمان دپرمختيايي ادارې دقانون دواکمنۍ دبرخې له رييس مايکل هارتمن له اداري فساد سره دمبارزې دعدلي او قضايي مرکز په قضايي علني غونډو کې دځان او دځينو نړيوالو همکارانو دګډون يادونه وکړه او زياته يې کړه چې ددغه مرکز څيړنې دهيواد دنافذو قوانينو له حکمونو سره سمې ترسره کيږي او قاضيان دعادلانه محاکمې داصولو د رعايتولو په خاطر د تورنو کسانو دقانوني حقوقو په ساتنه کې زياتې هلې ځلې کوي . له دې امله دقانون دواکمنۍ برخه ژمنه ده چې ددغه مرکز د ظرفيت دلازيات لوړولو په موخه له دغه مرکز سره مادي او تخنيکي همکاري او ملاتړ وکړي.
ده دغه راز له اداري فساد سره دمبارزې او دکاري شفافيت درامنځته کولو په لاره کې دسترې محکمې دقضايي څارنې د ادارې رول مهم وباله او له دغې ادارې سره دتخنيکي او تجهيزاتي همکاريو ژمنه هم وکړه .
وروسته دسترې محکمې رييس وويل له اداري فساد سره دمبارزې دعدلي او قضايي مرکز داجرااتو له امله دملي او نړيوالو ټولنو رضايت د ډاډ سبب دى چې عدلي او قضايي بنسټونو ددغه مرکز دقاضيانو او څارنوالانو په ټاکنه او دچارو په سمون کې زيات دقت کړى دى .
ځکه له شک پرته ددغه مرکز دجوړولو موخه دقضيو دڅيړنې دبهير ګرندى کول دي،په بيا قاضيان له انحراف پرته دنافذو قوانينو په تطبيقولو او دقضايي بيطرفۍ او استقلال په ساتنې او دقضيو دتورونو کسانو دقانوني حقوقو په رعايتولو سره حکم صادروي .
دواړو لورو په دې کتنه کې دغه راز د دوه اړخيزو همکاريو دنورو اړخونو ، په افغانستان کې دبشرى حقوقو دحالت او دهيواد والو حقوقو داحقاق په لاره کې د عدلي او قضايي بنسټونو د رول په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته