اقتصاد

په ننګرهار کې بزګرانو ته د پیازو او کچالو زېرمې جوړېږي

کابل / د وږي٣٠ مه / باختر
په ننګرهار کې د پیازو او کچالو د سلګونو زېرمو د جوړولو کار پیل شو.
مسوولان وایي چې له دې وروسته به د بزګرانو محصولات هېڅ وراسته نشي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګول او مالدارۍ رییس انجنیر انعام الله ساپي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې ډېر ژر به د پیازو او کچالو ٣٧٨ زېرمې په ننګرهارکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هره زېرمه له پنځلسو څخه تر شلو ټنو پورې ظرفیت لري.
په سره رود ولسوالۍ کې یو بزګر فضل احمد د پیازو او کچالو د زېرمو د جوړېدو هرکلی وکړ.
هغه وویل چې له دې وروسته به په آرام فکر د پیازو او کچالو محصولات يې په دغو زېرمو کې وساتي او د اړتيا په وخت کې به په بازار کې يې وپلوري.
په ننګرهار کې یو بل بزګر سېداعظم وایي چې کلونه کلونه کېږي د بازار د نه شتون په دلیل يې د پیازو او کچالو یوه برخه وراسته کېده.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته