سیاست

دکونړ ولايت دڅوکي ولسوالۍ په ډيوه ګل دره کې داسلام خانه او اندر لچک پرکليو د نړيوالو دائتلافي او کورنيو ځواکونو دګډو عمليات

١٣-کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

 دکونړ ولايت دڅوکي  ولسوالۍ په ډيوه ګل دره کې داسلام خانه او اندر لچک  پرکليو  د نړيوالو دائتلافي او کورنيو ځواکونو  دګډو عملياتو له امله داوښتي مرګ ژوبلي  د څيړنې لپاره دهيئت دټاکنې په اړه دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي حکم .

   دروان  ١٣٩٠  لمريز کال دمرغومي دمياشتې په  ١٧ نيټه  دکونړ ولايت د  څوکي  ولسوالۍ په ډيوه ګل دره کې داسلام خانه اواندر لچک  پرکليو د نړيوالو ائتلافي او کورنيو ځواکونو دګډو عملياتو له امله دلومړنيو رپوټونو له  مخې، په دې پيښه کې  نهه تنه ملکي اوبي ګناه هيوادوال شهيدان شوي دي  .

 انا لله و اناليه راجعون

  په داسې حال کې چې دخپلې ژوري  خواشيني ، خواخوږي او ډادګيرنې مراتب ددې ويرجينې پيښې دشهيدانو کورنيو ته وړاندي کوم دپيښې د ژوري  څيړنې او پلټنې لپاره دلاندني هيئت ټاکنه منظورم .

  ١_  دولسي جرګې  غړي ښاغلي مولوي شهزاده  شاهد درييس په توګه

  ٢_ دملي دفاع وزارت استازي تورن جنرال محمد معين فقير  دغړي په توګه

 ٣_  دچارو داداري دلوى رياست او دوزيرانوشورا ددرالانشا استازي پاسوال رحمت الله دغړي په توګه

 ٤_  دکورنيو چارو وزارت استازي مل پاسوال محمد نادر فهيمي دغړي په توګه .

  ٥_  دملي امنيت دلوى رياست استازي دګروال بريالي دغړي په توګه

 ٦_ د سيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکي اداري استازي ملنګ بلاغ دغړي په توګه .

 ٧_  دکونړ ولايت دولايتي شورا رييس دغړي  په توګه

 هئيت ته دنده سپارل کيږي  چې دجمهوري رياست دخواخوږي او غمشريکي  مراتب ويرجنو  کورنيو ته ورسوي دسيمې دمحلي اداري دچارواکو دولايتي شورا غړو ، ديني عالمانو ، سپين ږيرو اومشرانو سره په ګډه خپلې څيړنې ترسره د پيښې عوامل تشخيص ، په راتلونکي  کې يې دنه تکرار لارې چارې ولټوي او دنوموړو شهيدانو کورنيو ته دخوړاخوږي په نيت دهر شهيد لپاره سل زره افغانۍ چې ټولي نهه سوه زره افغانۍ کيږي ددولت د بيړني حالت له ٩٩ کوډ څخه مستحقينو ته ورسوي او دخپلو کړنو بشپړ رپوټ ديوې اوونۍ په ترڅ کې دجمهوري رياست مقام ته وړاندي کړي .

 دکونړ ولايت  دولتي چارواکي دى  دهئيت  ځاني مصوونيت تامين  او ددوى دکار لپاره دى پوره اسانتياوي برابري کړي .

  دملي دفاع وزارت دى دهئيت دتګ راتګ په هکله  دهوا له لارې اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته