سیاست

د ملګرو ملتو سازمان د افغانستان د انتخاباتو په بهيرکې د شفافيت او ځواب ورکولو غوښتنه وکړه

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سازمان د دفتر ويندوى ددغه هيواد د جمهوري رياست د انتخاباتو په بهيرکې د شفافيت او ځواب ورکولو په اړتيا باندې ټينګار وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سازمان د دفتر ويندوى نظيف الله سالار زي نن د ايران د دولتي خبري آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: يوناما ټينګارکوي چې دافغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو په بهيرکې حساب ورکول او شفافيت وي .
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سازمان ويندوى زياته کړه: د تقلب او سرغړونو په باب هر راز سندونه او شواهد چې په انتخاباتوکې وړاندې شوي وي؛ بايد پړاونه يې د قانوني مراجعو له لارې بشپړ شي.
ددغه رپوټ له مخې: د يوناما ويندوى له انتخاباتي کميسيونونو، د افغانستان له حکومت، د جمهوري رياست له نوماندانو او د افغانستان له خلکو څخه وغوښتل هر راز شواهد او سندونه چې ثابته کړي په انتخاباتوکې غيرقانوني اقدامات شوي دي؛ د اړوندو مرکزونو له خوا يې وڅيړي او د افغانستان د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون له مخې پرې څيړنې او تحقيق وشي.
ويندوى د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو له خپلواک کميسيون څخه وغوښتل چې په انتخاباتوکې د خپلې بې طرفۍ رول وساتي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون مخکې له دې اعلام کړى دى چې دجمهوري رياست په انتخاباتوکې به د هيڅ نوماند ملاتړ ونه کړې.
د ډاکتر عبدالله عبدالله انتخاباتي مرکز په تيرو څو ورځوکې د صوتي او تصويري فايلونو په خپرولو سره ادعا وکړه چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون او د سيمه ييزو مقاماتو په مرسته د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو په دويم پړاوکې  چې د غبرګولي د مياشتې په ٢٤ نيټه ترسره شول؛ سرغړونې او تقلب شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو د څيړنې کميسيون دوه ورځې مخکې اعلام وکړ چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي مرکز له خوا د خپروشويو سندونو په باب يې خپل تحقيق پيل کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته