فرهنګ

د بيدل پيژندنې سيمينار په کابل کې جوړيږي

کابل  باخترد  وري دمياشتې  ٥ :
د ختيځ د ستر ويناوال ابوالمعاني ميرزا عبدالقادر بيدل د مړينې د درې سوه يم تلين په درناوى، د روان کال په دوبي کې په کابل کې يوسيمينار جوړيږي.
دباخترآ ژانس دخبريال دخبرله مخې :
ددغه سيمينار د جوړولو دکميسيون مقدماتي غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ  د وزير ډاکترسيدمخدوم رهين په مشرۍ او د يوشمېربيدل پيژندونکو پوهانوپه ګډون جوړه شوه.
ددغه سيمينار دمقالو دعنوانونو د تثبيتولوپه مقصد له برخه  والو څخه يوه کميټه وټاکل شوه.
کميسيون له هغو ټولو هيوادوالوڅخه چې په دې سيمينارکې د وينا هيله ولري؛  غوښتنه کوي چې ددغه ويناوال او عارف اوستر متفکر په باره کې دخپلو مطالعاتو حاصل دې د روان کال دغبرګولى د مياشتې ترپاى پورې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې موظف کميسيون ته وليږي.
د زياتو معلوماتو دترلاسه کولو  لپاره، له دغو ټيلفونونوسره اړيکې ونيسي:
٠٧٠٠٢٩٠٩٩١   او  ٠٧٠٠٢٨٠٠٣٢

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته