امنیت

د کابل – قندهار لويې لارې د یوې برخې د ویجاړولو لپاره د طالبانو ناکام پروګرام

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۳ مه
دغزني سیمه يیزو مسوولینو وویل چې دقره باغ ولسوالۍ په ساحه کې د کابل–قندهار د لويې لارې د د یوې برخې د ویجاړولولپاره پرون د طالبانو پروګرام ناکام کړای شو.
د غزني د والي ویاند عارف نوري باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو غوښتل په څو راتلوونکو ورځوکې د کابل – قندهار د لويې لارې یوه برخه ویجاړه کړي، ترڅو په فرعي لاروکې له موټرو څخه پیسې ترلاسه کړي .
ده وویل: د کومانډو ځواکونو په هغو ځانګړو عملیاتو کې چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په ساحه کې ترسره شول، د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو قوماندانانو ملا ذاهد او ملا منصور په ګډون چې د دغې لارې د ویجاړولو مسوولیت په غاړه درلود، ۹ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ تنه نوریې ټپیان شول.
د یو بل خبر له مخې:
د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د منګور او پیرشهباز په ساحوکې د نویو امنیتي پوستو د جوړلو کار پیل شوی دی .
دغه سیمې د طالبانو د سوق او ادارې مرکز دی او صحرايي محکمې هم پکې ترسره کېږي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته