ټولنه

ټولو ته دسولې دتياتر پروګرام ترسره کول .

کابل /دتلې ١٣مه /باختر:
دهرات دتياتر يوشمېر هنرمندانو په ډله ييز ډول دسوله غوښتونکو پيغام دخپرولو لپاره دهېواد  نورو ولايتونو ته سفر کوي .
دغه هنرمندان غواړي دهنري او تياتري پروګرامونو په اجرا کولو سره دنورو ولايتونو خلکو او ددولت وسله والو مخالفينو ته دسوله غوښتنې پيغام ورسوي .
دهرات داطلاعاتواو فرهنګ رييس وايي، دغه پروګرام دهرات دتياتر دمديريت له خوا پيل شوى دى چې له هرات څخه پيلېږي او ټاکل شوې ده دهېواد په اوو ولايتونوکې اجرا شي .
درووفيان دڅرګندونوله مخې، دغه پروګرام دجمهور رييس په ملاتړ او دجمهوري رياست په لګښت دبلخ ، باميانو ، جوزجان ، پنجشير ، ننګرهار ، کابل ، بدخشان او دهرات په ولايتونوکې ترسره کېږي .
ختم_عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته