سیاستخبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په قطر کې د هالنډ له سرپرست سفیر او جایکا ادارې له مسوول سره وکتل

کابل، د کب ۱۲مه، باختر 

د افغانستان د عامې روغیتا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد قطر هېواد ته د سفر په ترڅ کې د هالنډ له سرپرست سفیر، د هالنډ د همکاریو سازمان له مسوولې او د جایکا ادارې له مسوول سره وکتل. 

ډاکټر قلند عباد د هالنډ له سرپرست سفیر او د هغه هېواد د همکاریو سازمان له مسولې سره په کتنه کې د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو، د دوامدار او بسیا روغتیایي سیسټم پر اړتیا، د کره روغتیایي مالوماتو او روغتیایي لومړیتوبونو اړوند د اغیزمنو روغتیایي پروژو د ډیزاین لپاره د روغتیا وزارت مستقیم تعامل او اوږد مهاله همکاریو په تړاو خبرې وکړې. 

عباد همدارنګه يادونه وکړه، چې افغانستان له نېکه مرغه اوسمهال د پخوا په پرتله د بې ساري امنیت څخه برخمن دی او د دې وخت را رسېدلی چې افغانانو ته د روغتیا په برخه کې لا زیات  او معياري خدمات وړاندې شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په یوه بله ناسته کې د افغانستان لپاره د جایکا ادارې له مسوول سره وکتل. 

په دې لیدنه کې پر اوږمهاله او اغیزمنو روغتیایي خدماتو بحث او خبرې وشوې.

ډاکټر قلندر عباد په دغه کتنه کې وویل:« دا چې اوس افغانستان کې امن دی، د هېواد هرې ولسوالۍ او کلي ته د تګ زمینه برابره شوې ده نو اړتیا ليدل کېږي، چې اوس ټولو افغانانو ته په عادلانه ډول خدمات وړاندې شي».

هغه زياته کړه، چې  په هېواد کې بايد داسې پروژې چې لنډ مهاله او اغیز یې کم وي بايد په داسې پروژو، چې د خلکو ستونزو ته رسيده ګي وکولای شي، روغتيايي خدمات په کې دوامدار او ثابت وي او د ولسونو اړتیا پوره کړای شي، پرې غور وشي او عملي شي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست تر دې وړاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیايي برخې د مرسته کوونکو سازمانونو په ناسته کې هم ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته