امنیت

دملي دفاع او دکورنيو چارو د وزارتونو او دملي امنيت د لوى رياست ګډه غونډه جوړه شوه

کابل- باختر دليندي دولسمه:
دملي دفاع او دکورنيو چارو د وزارتونو او دملي امنيت د لوى رياست د مسوولينو ګډه غونډه پرون جوړه شوه .
  په دې غونډه کې د امنيت د تامينولو او اکمالاتو په لاره کې د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا په هر اړخيزه توګه  وڅيړل شوه .
  دملي دفاع وزارت د ويندوي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ: په دې غونډه کې چې  دملي دفاع د وزير ستر جنرال بسم الله محمدي، دکورنيوچارو د وزير غلام مجتبى  پټنګ ، د ملي دفاع وزارت دلوى درستيز ستر جنرال شيرمحمد کريمي، دملي امنيت د لوى رياست د لومړي مرستيال جنرال حسام الدين او دکورنيو چارووزارت دپاليسى دمعين په ګډون جوړه شوې وه.
دملي دفاع وزير دملي اردو حالت وڅيړه او وې ويل: په اوس وخت کې زموږ لومړيتوبونه له يوې خوا په ټاکلې موده کې د مسووليتونو ليږدونه او له بله پلوه  د چلنجونو له منځه وړل دي چې دملي اردو په لاره کې  پراته دي .
ده زياته کړه: ددې لپاره چې په ډاډ سره د خپلواکى دفاع پړاو ته ورسيږو؛ بايد د هوايي پوځ نيمګړتياوې  ، د درندو وسلو قدرت، د استخباراتو او د انجنيري  روزنې او تجهيزات،  د ماينونو د شنډولو په خاطر بشپړ شي .
او ددغو اړتياو په له منځه وړلو کې جدي هلي ځلي وکړو .
  وروسته دکورنيو چارو وزير جنرال مجتبى پټنګ، دملي پوليسو نيمګړتياوې  او چلنجونه په ګوته کړل او وې ويل: په بېلابېلو برخوکې د پوليسو دندې د هرې ورځې په تېرېدو سره، درنديږي چې بايد د هغوى د ښوونې او روزنې، سمبالولو او بودجې په برخه کې  جدي پاملرنه وشي .
دغونډې دکار په دوام د امريکا د دفاع وزارت د پاليسى او ستراتيژي مرستيال  داکتر ميلن په داسې حال کې چې د ايساف قوماندان  جنرال آلن ، د هغه مرستيال  جنرال بوليجر او د ايساف يو شمېر جنرالانو او مسوولينوهم برخه لرله؛ وويل:  د امريکا متحده ايالات د افغانستان لپاره د ځواب ورکوونکي امنيتي ځواک  د جوړولو په خاطر، په خپلو ژمنو ولاړدي  او له ٢٠١٤ کال وروسته  هم  ددغه هيواد  مرستې دوام ولري .
  په دې غونډه کې د پاليسى په چاروکې دکورنيوچارو وزارت معين او د ستر درستيز دکشف او استخباراتو او د اوپراسيون  رييسانو د هيواد داستخباراتي او امنيتي حالت په باب  مفصل رپوټونه وړاندې کړل او د حالاتو د ښه والې په باب يې  خپلې نظريې وړاندې کړې .
په دې لاره کې له هر اړخيز غور او خبرو وروسته، موافقه وشوه چې چلنجونه او ستونزې دې  ګام په ګام  د٢٠١٤ کال تر رسيدو پورې  لرې شي او په مشخصه توګه دې د هوايي پوځ  دسمبالولو ، ديوې اندازې درندو وسلو او دماين پاکولو د وسايلو دترلاسه کولو او دغه راز دافغان امنيتي ځواکونو د روزنې او مسلکي کولو په برخه کې په پړاويز ډول  جدي هلې ځلې وشي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته