سیاست

دکانديدانو دسندونو څيړنه سبا پيليږي

کابلباختردميزان١٤
دجمهوري رياست د انتخاباتو د احتمالي کانديدانو دسندونو دڅيړنې پروګرام
سبا دانتخاباتو دشکايتونو دخپلواک کميسيون له خوا پيليږي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  ويندوى  نورمحمدنور  ددغه ټکي دڅرګندولو په ترڅ کې دباخترآژانس خبريال ته  وويل  : چې دتلې د مياشتې په اوه ويشتمه نيټه له څيړنې  وروسته د کانديدانو ابتدايي  لست اعلاميږي او د لړم د مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه دانتخاباتو د شکايتونو دکميسيون له خوا  له څيړنې وروسته دکانديدانو  وروستى لست اعلاميږي  .
ددغه خبر ترمخابري پوري نولسو تنو کانديدانو نو مو نه ليکلي دي اوڅوتنه نورکانديدان نوم ليکني ته منتظردي
دباخترآژانس دخبريال دڅرګندونو له مخې :  دکميسيون مسوولين په پام کې لري دننني کار نتيجې په يوه خبرې غونډه کې اعلام کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته