امنیت

تبصره

کابل باختر دليندي  دويمه :
دکندز د پيښې دڅرنګوالي په برخه کې دحقيقت موندونکي هيئت رپوټ  ښي چې ددغه ولايت په سيمه ئيزې  حکومتوالۍ کې زياتو تشو اونيمګړتياو شتون درلود چې دلنډ مهال لپاره په دغه ښار دطالبانو دواکمنۍ  سبب شول .
دباخترآژانس مبصر ليکي: هغه حقيقت موندونکى هيئت چې دکندز ښار د پيښې دڅرنګوالي په برخه کې موظف شوى و په دې وروستيو وختو کې د خپل کار رپوټ اعلام کړ په دې رپوټ کې دطالبانو له خوا ددغه ښار دنيول کيدو علتونه په ډاګه  شوي دي ، چې ښي دکندز  ښار دزياتو پوځي امکاناتو په شتون کې دطالبانو لاس ته ورغلى دى او ددې سبب شوى دى چې دلنډ مهال  لپاره  طالبان په دغه ښار واکمن شي . په کندز ښاريانو. بربريت او تحجر  وزغمي ، پوځي او دولتي امکانات لوټ کړي. ټولګټې  او بنسټيز تاسيسات  ويجاړ کړي او له خيانت سره جوخت په داسې وحشت او جنايت لاس پورې کړي چې ثابته يې کړه افغانان نه دي بلکې  دافغانستان په ويجاړتياګومارل شوي کسان دي .
حقيقت  موندونکي هيئت  په ډاګه  کړې ده چې کندز دپوځي تجهيزاتو دکمښت او دپوځيانو دجنګي مورال دکمزورتيا په دليل دطالبانو لاس ته نه دى ورغلى بلکې علتونه يې په رهبرۍ کې دمديريت کمزورتيا او دامنيتي او اداري جوړښتونو پيچلتيا ده .
دملي امنيت دادارې پخوانۍ لوى رييس او دحقيقت موندونکي دکميسيون رييس امر الله صالح وايي چې په کندز ولايت کې درهبرۍ کمزورتيا ، د ملي امنيت دشورا دجوړښت پيچلتيا  او له تخنيکي او نظامي امکاناتو څخه ناسمه استفاده  ددې سب شوه چې  طالبان دلنډ مهال لپاره په کندز ښار واکمن شي .
ښاغلي صالح په ډاګه کړه چې په کندز کې دبحران په ورځ  ستونزه دومره سخته وه چې هيڅوک  په دې نه پوهيده چې څوک دچا اطاعت وکړي او داښي چې دکندز درهبرۍ په کچه  کې همغږۍ  شتون نه درلود .
په رپوټ کې دغه راز داسې نور ټکي چې کيداي شي په کند ز کې  په سيمه ئيزه حکومتوالي  کې دجدي تشو اونيمګړتياو څرګندوى وي هم په ډاګه شول، دمثال په ډول طالبانو مخکې له دې چې په کندز ښارواکمن شي په دغه ښار يې دکلابندۍ کړۍ بشپړه کړې  وه.
هغوى دښار په شاوخوا دشت ارچي او چار دره کې قدرت په لاس کې درلود، پياوړي کيدل او ځواکمن کيدل خو دهغوى پرخلاف  هيڅ راز اقدام نه کيده په رپوټ کې دغه راز يوجريان دخاکستري جريان په نامه ياد شوى دى هغه جريان چې دطالبانو دشتون زغم نه لري دهغه تر څنګ دسيمه ئيزې حکومتوالۍ دکمزوري کولو لپاره فعال دى .
درپوټ له محتوا څخه جوتيږي چې ډلبندۍ او نه همغږي دطالبانو له خوا دکندز دنيول کيدو سبب شوى دى .
  له بده مرغه چې دغه ستونزه نه يواځې دکندز په کچه کې شتون لري بلکې  يوشمير نور ولايتونه هم ورسره مخامخ دي ،  ددغه شان ستونزو شتون دښې حکومتوالۍ  دجوړولو لپاره دمرکزي دولت اراده او تمثيل کمزورۍ  کوي .
   هغه کمزوري  ټکي چې په کندز کې په سيمه ئيزه حکومتوالي کې په نښه شول کيداى شي.  په نورو ولايتونو په تيره بيا  په هغو ولايتونوکې چې په امنيتي ستونزو کې لتاړ دي ددغه شان ستونزو دحل کولو لپاره نسخه وي .
مرکزي او ولايتي مسوولين دې بايدهغه پيښې  چې په کندز کې  رامنځته شوې په پام کې ولري او له هغو څخه دې دخپلو سيمه ئيزو ادارودپياوړي  کولو لپاره استفاده وکړي ، دغه راز دغه رپوټ دولت دې کار ته اړ باسي  چې په ولايتونوکې دښې حکومتوالۍ  په موخه بنسټيز اصلاحات ترلاس لاندې ونيسي اود ښو سيمه ئيزو حکومتونو دجوړولو لپاره بايد په سيمه ئيزو کادرونو اوپه هغو کسانو چې دادارې او مديريت  توان لري  ډډه ولګوي او هغه کسان چې دکندز دپيښې په شان پيښو او بحران په پيداکولو کې رول ولري بايد تر پوښتنې لاندې ونيول شي  خلک هيله لري چې درپوټ  په نسبت زموږ ددولتي چارواکو غبرګون او ځواب چټک ،مناسب او شفاف  وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته