کابل باختر دمرغومې اته ويشتمه
اتلس تنه وسله وال طالبان پرون په بلخ ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د بلخ د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وليد ٣٤په هوايي عملياتو کې ووژل شول .
رضايي زياته کړه، دغه عمليات څو ورځې مخکې د دښمن له شتون څخه د چمتال ولسوالۍ د پاکولو په موخه پيل شوي او لا هم دوام لري .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ