ټولنه

په ایران کې د افغان مهاجرینو پر ستونزو جوړ شوي کمېسیون غونډه وکړه

کابل/باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمدخان په مشرې د ایران د اسلامي جمهوریت په زاهدان ولایت کې د افغان مهاجرینو په ستونزو جوړ شوي کمېسیون غونډه وکړه.
د اجراییه ریاست د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه او د بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو، عدلیې او د کورنیو چارو د وزارتونو او د ملکي هوايي چلند د ادارو استازو په کې ګډون کړی و؛ د ایران په زاهدان ولایت کې د افغان مهاجرینو پر ستونزو او حل لارو چارو يې خبرې وشوې.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ایران په اسلامي جمهوریت کې ۲،۴ ميلیونه افغانان ژوند کوي چې له دې جملې څخه شاو خوا ۱،۴ میلیونه يې قانوني او پاتې یو میلیون یې په غیرقانوني توګه ژوند کوي او له زیاتې ستونزې سره مخامخ دي.
د ګډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي: د ایران په اسلامي جمهوریت په ځانګړې توګه زاهدان ولایت کې افغان کډوال د روغتيايي بیمې، وړیا زده کړو او ځینو نورو مالي، روغتيایي او لومړنیو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د کډوالو ستونزو ته په اشارې سره وویل چې دوی له ایران سره پر داسې یوه هوکړه لیک کار کوي چې له مخې یې په یاد هېواد کې د بندیانو او نورو کډوالو ستونزې حل او له ټولو اسانتیاوو څخه برخمن شي.
د کمیسیون رییس او د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د یادې ستونزې تر هر اړخیزې څیړنې وروسته اړونده ادارو ته دنده وسپارله چې دغه ستونزه په پوره توګه وڅیړل شي او د یوې جامع او هر اړخیزې طرحې په توګه د وزیرانو شورا ته د وروستۍ او عملي پریکړې لپاره واستول شي.
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته