ښوونه او روزنه

ايساف دلوړو زده کړو له وزارت سره دمرستې ژمنه وکړه

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٤ نيټه :

دلوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله عبيد دثبات دټينګښت  په برخه کې دايساف  له مرستيال  ښاغلي بيرتو سره وکتل.

باختراژانس ته دلوړو زده کړو وزارت  دخپرونو اواطلاعاتو درياست دخبرله مخې،  په دې کتنه کې  دلوړو زده کړ وزير  په هيواد کې  لوړو زده کړو ته  دورځ په ورځ زياتيدونکي  علاقمندي  اوداوسنيو ستونزو په اړوند دايساف  له استازي سره خبرې وکړې   او ددغه وزارت دپروژو په تطبيق کې يې دايساف  دګډو هڅو اومرستې غوښتنه وکړه .

 په مقابل کې دايساف استازي ښاغلي  بيرتو په افغانستان کې ددايمي ثبات په ټينګښت کې  دځوانانو درول اودعلم اوپوهي په وده کې دافغاني ټولنې داړتياو په باب خبرې وکړې او ددغه وزارت  دپروګرامونو په تطبيق کې يې دهرراز همکاري ژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته