امنیت

يوه سړي خپله ميرمن ځانمرګي بريد ته اړ ايستله .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
يوې ځانمرګې يرغلګرې ميرمنې چې دخپل ميړه له خوا په جوزجان ولايت کې ځانمرګي بريد ته اړ ايستل شوې وه . ځان امنيتي ځواکونو ته تسليم کړ.
يوه ٣٢ کلنه ميرمن چې دميړه له خوا يې په جوزجان ولايت کې ځانمرګي بريد ترسره کولو ته اړ ايستل شوې وه ځان ددغه ولايت امنيتي ځواکونو ته تسليم کړ .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغې ميرمنې ميړه قاري ضيا دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان دى او دقوش تيپې ولسوالۍ کې په دولتي ضد فعاليتونو بوخت دى.
ترکستاني زياته کړه چې دغه سړي خپله ميرمن دځانمرګو بريدونو دلارو چارو زده کړې ته اړ ايستلې وه او دننګرهار ولايت ته يې استوله. او ورڅخه يې غوښتې و چې له زده کړې وروسته په جوزجان ولايت کې په ځانمرګي بريد لاس پورې کړي يوه اړونده خبرځاى وويل : دغه ميرمن دتروريستي کارونو د زده کړې لپاره دجلال آباد ښار ته رانه وه چې په نيمه لاره کې پښيمانه شوه او ځان يې امنيتي ځواکونو ته تسليم کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته