امنیت

په لغمان کې پرکليوالي ښځو د طالبانو مرګانى راکټي بريد

-کابل / دوري ١٢مه / باختر :
يوه ښځه په لغمان کې  د طالبانو  په راکټي بريد کې ووژل شوه  او  ٤ نورې ټپيانې شوې.
دغه پېښه  تېره شپه ناوخته  په اليشنګ ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د استوګنې پر يوې سيمې  راکټي بريد وکړ.
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي:  په راکټي بريد کې  يوه ښځه  ووژل شوه او  ٤ نورې ټپيانې شوې.
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ په راکټي بريد کې  د استوګنې  درې کورونه هم ويجاړ شوي دي.
د لغمان ډاکټرانو  د دغې پېښې  د دوو ټپي شويو ميرمنو  روغتيايي حالت  نازک بللى دى.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي.
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته