ښوونه او روزنه

په ننګرهار کې د لسم او یوولسم تولګیو له زده کوونکو ازموینه اخېستل کېږي

 جلال آباد/ د وږي ۳ مه/ باختر
د ننګرهار پوهنې ریاست وايې چې د کرونا د پېښو تر کموالي را وروسته يې د روغتیا وزارت د روغتیا يې لارښوونو سره سم د کابینې د پریکړې له مخې د لسم او یوولسم ټولګیو له زده کوونکو څخه ازموینې اخېستل پيل کړي چې شمېر يې په دغه ولایت کې ۷۰۰۰۰ زرو ته رسېږي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواري د باختر اژانس له خبریال ماهر احسانزي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې دوی د روغتیايې سپارښتنو له مخې په ننګرهار کې د ښوونکو او زده کوونکو لپاره له سلو زرو پورته ماسکونه او صابونونه ویشي چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي ورسره وشی.
د شینواري په خبره تر اوسه يې د جلال اباد په ښار کې ۲۰۰۰۰زره ماسکونه او صابونه ویشلي چې دا لړۍ لا هم روانه ده.
د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول دا هم وویل چې دوی د وزارت او کابینې تر پریکړې پورې یوازې د لسمو او یوولسمو ټولګیو له زده کوونکو ازموینې اخلي او د پاتې ټولګیو زده کوونکو په اړه تصمیم لا نه دی نیول شوی.
بل لور ته د ننګرهار لیسې مدیر محمد نعیم مومند وايې چې د پوهنې وزارت د لارښونې له مخې يې د روغتیا وزارت سپارښتنې په نظر کې نیولي او د ازموینې صحنې يې د واټن په مراعتولو سره جوړې کړي دي.
مومند دغه راز د ازموینو د پوښتنو په اړه وویل چې د پوهنې وزارت د هدایت له مخې ښوونکي تر تدریس شوي ځایونو پورې د پوښتونو جوړولو حق لري چې دوی هم د کتاب تر تدریس شوي ځای پورې پوښتنې برابرې کړې دي.
دی وايې: په ننګرهار لېسه کې اوسمهال له ۱۸۰۰ زده کوونکو څخه ازموینې اخیستل کېږي چې تر اوسه پورې يې زرو تنو ته ماسکونه ورکړي دي، خو د همدې لېسې زده کوونکي بیا شکایت کوي چې پر ټولو زده کوونکو ماسکونه، نه دي ویشل شوي او بل لور ته يې ازموینې په سخته ګرمۍ کې اخېستل کېږي، چې ډېر شمېر يې د ګرمۍ له امله تر وخت مخکې پارچې ښوونکو ته ورکوي.
فیاض احمد، حمیدالله او نقیب الله چې د همدې لیسې د لسم ټولګې زده کوونکي دي وايې(( په لېسه کې نه د ټولو زده کوونکو لپاره ماسکونه شته، نه څوک روغتیايې لارښونې په پام کې نیسي او نه د شاګردانو لپاره په سیوري کې د ازموینو بندوبست شوی دی.))
په ننګرهار کې د تېر تعلیمي کال ازموینې په داسې وخت کې اخېستل کېږي چې نږدې یوه نیمه اوونۍ وروسته د ګرمو سیمو ښوونځي له سره پيلېږي چې لا يې هم د لسم او یوولسم ټولګي له زده کوونکو پرته برخلیک معلوم نه دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته