ټولنه

افغان ښځې کولاى شي د سولې په بهير کې د خپلو لاسته راوړنو ساتنه وکړي

کابل / د کب ۲۳مه / باختر
يوشمېر افغان ښځو په يوه غونډه کې د سولې په بهير کې د ښځو پر ملي پيوستون ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه غونډه چې د سولې او جنسيتي برابرۍ ترعنوان لاندې د بشري حقونو او موکراسۍ بنسټ د يوشمېر ښځو، د ښځو د حقونو او د مدني تولنې د يوشمېر فعالانو په ګډون په کابل کې جوړه کړه؛ په کې د سولې په بهير کې د ښځو پر اتحاد او پيوستون ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې د کابل پوهنتون استادې سرو رسا او حقوق پوهې عبيدې شرر د ښځو د ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو په خاطر د ښځو د اندېښنو په اړوند خبرې وکړې او د دغو لاسته راوړنو د ساتنې په خاطر يې خپلې نظريې د غونډې له برخه والو سره شريکې کړې.
د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استادې سرو رسا د دري ادبياتو د تاريخ په پړاوونو کې د ښځو د رول په اړوند خبرې وکړې او په ۸۰ يمه لسيزه کې یې د هېواد په ادبياتو کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د ظهور په توګه ياد کړ او د هغوی شتون يې راتلونکې ته د هيلې دريڅې وبللې.
رسا زياته کړه: وروستي کلونه په ټولو برخو کې د ښځو د ودې او پرمختګ لپاره ښه زمينې وې، ښځو وکولاى شول په ټولنه کې خپل ځاى ترلاسه کړي.
هغى وويل چې د سولې په بهير کې بايد دغه لاسته راوړنې محدوده نه شي او ښځې بېرته په شا لاړې نه شي.
د غونډې برخه والو د تاريخ په دغه حساس پړاو کې د ښځو يون او پيوستون يوه جدي اړتيا وبلله او زياته يې کړه: که چېرې په دغه شان شرايطو کې وخت شا ته وګرځي، راتلونکي نسلونه هم له ځان سره وړي.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته