نړۍ

په پاکستان کې د يوې خبريالې وژل کيدل

-اسلام اباد/ ايرنا/ باختر د چنګاښ  اتمه :
د پاکستان د اردو ژبې ورځپاڼې (نواى وقت) يوه خبرياله ښځه په خپل کورکې ووژله شوه .
پاکستاني رسنيو نن د دغه هېواد د پوليسو له خولې خبر راکړ چې ناپيژاندو کسانو په کراچى ښارکې د دغې ميرمنې (زيبا بورني) د استوګنې کور ته  ننوتل او دغه خبرياله ښځه يې په نامعلومې انګيزې سره ووژله او د زندي کولو نښې نښانې هم د قربانۍ په غاړه کې ليدلې شوې دي.
  پوليسو دغه راز اعلام کړى دى چې د دغې خبريالې په اپارتمان کې د قاتلينو د ننوتلو انګيزه غلا نه وه.
دغه خبرياله په خپل اپارتمان کې يواځې ژوند کاوه.
د دغه خبرله مخې: په پاکستان کې د خبريالۍ کار يوه خطرناکه دنده ده او په قوانينو او مقرراتوکې له خبريالانوسره د ملاتړ د کمزوريتوب د شتون په دليل  له هغو يوشمېر خبريالانو پرته چې له جګپوړو مقاماتو سره په اړيکه کې دي، د ټولنې دغه قشر د زيانمنوونکو قشرونو له جملې څخه  شمېرل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته