ټولنه

دوه سوه پنځوس کورنۍ په جوزجان ولايت کې دبريښنا له روښنايي څخه ګټه واخيسته .

کابل باختر دوري يو ديرشمه :
دوه سوه پنځوس کورنۍ پرون دجوزجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې د بريښنا له انرژۍ  څخه ګټه واخيسته .
دجوزجان ولايت دبريښنا رييس انجنير سيد منصور دباختراژانس خبريال ته وويل  :٢٥٠ کيلوواټه  يو ترانسفارمر  دآقچې  ولسوالۍ په ګذر نجاري  کلي کې  دبريښنا شرکت له پرمختيايي بودجې څخه ديو مليونو افغانيو په لګښت ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .
  ده زياته کړه: ددغه ترانسفارمر په نصبولو سره  ٢٥٠ کورنۍ  دبريښنا له  روښنايي  څخه ګټه واخيسته .
جوزجان ولايت لس ولسوالۍ لري چې په څلورو ولسواليو کې بريښنا شتون لري او نورولسواليو يې دکافي بودجې دنشتوالي له امله تراوسه پورې دبريښنا له انرژۍ  څخه ګټه نه دى اخيستى .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته