امنیت

په نويو هوايي بريدونو کې داعشيانو ته د سر زيان

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
دلسو تنوپاکستاني جګړه مارانو په ګډون  نهه ويشت تنه داعشيان دهېوادپه ختيځ کې  دنويو هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو  داعشيانو نن   سهار په  کوټ ، روداتو او د  هسکې مينې په   ولسواليو کې    بريدونه وشول.
دننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل  چې په دغو هوايي بريدونوکې دلسوتنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون نهه ويشت تنه  داعشيان ووژل شول  .
ده وويل دغه داعشيان په خپلو پټنځيو کې ديو لړ ډاراچوونکو پيښو په سازمان ورکولو بوخت وو  چې  د بې پيلوټه الوتکو له خوا پرې بريدونه وشول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې په ننګرهار کې پوځيان دډاراچوونکو دجنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
دننګرهارولايت يوپوځي مقام وايي  چې له دغو ډيپوګانو څڅه  چې دکوټ ، خوږياڼيو  او د دوربابا په ولسواليو کې کشف شوي دي  په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي. پاى ج ذ
له نشه يي توکو سره دمبارزې ملي پيوستون
١٥_   کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  دملي پيوستون اوونۍ دهرات ولايت  له زنده جان ولسوالۍ څخه پيل شوه.
په هغې غونډه کې چې دسلګونو تنو خلکو په ګډون دزنده جان ولسوالۍ په مرکز کې جوړه شوې وه په هغه کې دزنده جان ولسوال فريدزيارت جاهي دنشه يي توکو دکرکيلې دزيانونو په باب خبرې وکړې.
دهرات ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې رئيس وويل له نشه يي توکو سره دمبارزې اداره کوښښ کوي چې نشه يي توکو دکرکيلې ، توليد، قاچاقو  او استعمال دزياتوالي په لاره کې  په پرله پسې هلې ځلې وکړي.
په ولايتي شورا کې دخلکو استازو عبدالرحيم صالحي  او بهادري دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دملي پيوستون د اوونۍ دملاتړ او دنشه يي توکو دزيانونو په باب خبرې وکړې .
دوى دنشه يي توکو له پلورونکو سره دغوڅ چلند نشتوالى وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته