کابل باختر دثور نهمه:
د کابل د ترافيکو د لوى مديريت خبرتيا!
يو څوارلس کلن ماشوم چې هويت يې نه دى تثبيت شوى فولادي جامې يې په تن کې دي او د ترافيکي پيښې له امله ټپى شوى او د روان کال د ثور د مياشتې په پنځمه نېټه د ميرويس ميدان له پله څخه موندل شوى دى .
دغه ماشوم د علي اباد روغتون ته لېږدول شوى او په کوما حالت کې دى ، د ده خپلوان کولاى شي د علي اباد روغتون ته ورشي .
دغه راز د زياتو معلوماتو په خاطر دې په دهمزنګ کې د کابل ترافيکو د لوى مديريت دپېښو دڅېړنې امريت ته ورشي او يا له ٠٢٠٢٥٠٣٧١١شمېره تيلفون سره اړيکه ونيسي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ