امنیت

په ننګرهار کې د ۴۴۰۰ ګیلو ګرامه نشه یي توکو نیول کېدل

جلال اباد باختر د کب د میاشتې ۷ مه
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په ګډون د هسکې مینې،چپرهار او د پچیراګام په ولسوالیو کې ۴۴۰۰ ګیلو ګرامه نشه یي توکي ونیول شول.
چارواکي وايي چې دغه نشه یي توکي د امنيتي ځواکونو په بېلابېلو چاڼیزو عملیاتو کې  ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د باختر اژانس سیمه  ييز خبریال ته وویل چې،په دغو نشه  یي توکو کې بېلابېل ډول نشه یي توکي شامل دي.
هغه زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې دوه تنه هم د نشه  یي توکو په تور نیول شوي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته