نړۍ

په کويټې ښارکې په پوليسو وسله وال بريد

کويټه – دان- باختر د غبرګولې دمياشتې ٢١
ناپيژاندو وسله والوکسانو نن سهار د بلوچستان ايالت د مرکز کويټې ښار په پښتون آباد ناحيه کې څلور تنه پوليسان ووژل .
دغه بريد د پوليسو په يو موټر وشو او بريد کوونکو له موټر سايکلونو څخه په استفادې سره وتښتيدل.
د پاکستان د ډې ډان ورځپاڼې دخبرله مخې :
د تيرې شنبې په ورځ هم څلور تنه پوليسان د کويټې په پښتون آباد کې د ګزمې په وخت کې د وسله والوکسانو د ډزو له امله ووژل شول.
د کويټې پوليسو د يکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې ٣٣ مشکوک کسان يې نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته