امنیت

په لوګر کې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۶ طالبان ووژل شول

کابل / د زمري ۴مه / باختر
تندر قول اردو وايي چې نن له غرمې مخکې افغان هوايي ځواکونو د لوګر د مرکز اړوند بابوس سیمه کې د وسله والو طالبانو پر قرارګاه برید کړی دی.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل خان مومند وايي چې په برید کې د دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۱۶ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته