امنیت

دهېوا د په لويديځ کې داعشيانو او پاکستاني مليشو ته دسر زيات زيان

کابل باختر د کب دمياشتې  ١ :
د هېواد په لويديځ نيمروز ولايت کې  دپوځي عملياتوپه بهيرکې داعشيانو او پاکستاني مليشو ته دسر زيات زيان اوښتى دى.
دغه  عمليات  له هغه  وروسته پيل شول چې سيمه ييزو مقاماتو په نيمروز کې  دډيورند کرښې په اوږدو کې دافغانستان په خاوره کې دپاکستان د پرمختګ يادونه وکړه  .
د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛ پاکستاني مليشې دداعش اوطالبانوپه همکارۍ   پنځلس کيلومتره د افغانستان خاورې ته ننوتي  او تاسيسات يې جوړ کړي دي..
د هېواد په لويديځ کې دملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې  پوځيانو  پاکستانۍ مليشې او داعشيان دهېواد له خاورې څخه په شا تمبولي دي او هغوى ته يې دسر زيات زيان اړولى دى .
د دغه پوځي مقام دڅرګندونوله مخې : په دغو عملياتو کې درې څلويښت تنه پاکستاني مليشې او داعشيان ووژل شول   اوپه لسګونو تنه نور يې ټپيان شول.
دهېواد په لويديځ کې پوځي مقامات وايي چې هيڅ هېواد ته  به اجازه ورنکړي  چې د هېواد ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته زيان ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته