کابل باخترد جوزا دمياشتې ١١ :
په لوګرولايت کې تيره شپه د ګډوعملياتو په بهيرکې شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دلوګرولايت ويندوى دين محمد درويش باخترآژانس ته وويل: شپږتنه وسله وال طالبان دافغان او ناټو د ځواکونو دګډوعملياتو په بهيرکې دمحمدآغې ولسوالۍ د لشکري خيلو او دهنو په کليوکې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې د دښمن يوه پيکا، يو آر-پي-جي توغندي ويشتوونکي هم ترلاسه شوى دى.
ده زياته کړه: دطالبانو مړي دجګړې په ډګرکې پاتې دي او د دغوعملياتوپه بهيرکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ