امنیت

په هلمند کې دوسله والوطالبانو دجنګي وسايلو ددوو ډپيوګانو کشف

کابل باختردچنګاښ دمياشتې٢٢نيټه :            
پوځيان په  هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو  دجنګي وسايلو د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.  
دغه ډيپوګانې په سنګين او نادعلي ولسواليو کې دوسله والوطالبانوله  پټنځايونو څخه کشف شوي دي.
په هلمندولايت کې يو  امنيتي مقام وايې له دغو ډيپوګانو څخه  څو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې  امنيتي ځواکونو په هلمند ولايت کې دوسله والوطالبانو  ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړې ده.
امنيتي مامورانو نن سهار دلښکرګاه ښار ته څيرمه  ګرشک ولسوالۍ کې  څلور ماينونه کشف اوشنډکړي دي.
د خبرونوله مخې؛ دغه ماينونه  دوسله والو طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لاره کې ښخ کړاى شوي وو.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته