امنیت

په هلمند کې د بم په چاودنه کې یوولس ملکي وګړي ووژل شول

لښکرګاه /دغويى۳۰/ باختر
یوولس ملکي وګړي په هلمند کې د بم د چاودنې په پایله کې ووژل شول .چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .
د رپوټونو له مخې، بم د هلمند په مرکز د لښکرګاه ښار په یو واټ کې ښخ کړی شوی و.چې نن د سپرلیو د موټر د تېرېدو په وخت کې وچاودید .
د هلمند د پولیسو یو مسوول د باختر آژانس خبر یال ته وویل چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوولس ملکي وګړي ووژل شول .
د دغې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستي .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته