امنیت

په ننګرهار کې يوې چاودنې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد باختر د لیندۍ د میاشتې ۱۲ مه
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښارکې د شيرزي لوبغالي ته څېرمه چاودنه شوې چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه نن شاوخوا يوه بجه په موټر سايکل کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې په دې چاودنه کې د یو ماشوم او يوې مېرمنې په ګډون ٦ تنه وژل شوي او ١٢ تنه نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه د دغې چاودنې مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته