
کابل / د وږي ۲۸ / باختر
د جاپان او ایران ټیمونه د اتلولی لپاره نن د آسیا د والیبال په سیالیوکې لوبه کوي
دغه لوبه نن له غرمې وروسته د جاپان په کوربه توب ترسره کېږي.
د ایران د والیبال ملي ټیم د چین ټیم ته په ماتې ورکولوسره وروستي پړاو ته لاره ومونده او د جاپان ټیم هم چين ټیم ته ماتې ورکولوسره وروستي پړاوته لاره ومونده.
د ایران او جاپان د والیبال ملي ټيمونه د آسیا او نړۍ له واکمنو ټیمونوڅخه دي.
د آسیا د والیبال سیالی د جاپان په کوربه توب د ۲۴ ټیمونوترمنځ ترسره شوې دي.
دغه سیالۍ د توکیو اولمپیک برعکس، د ننداره کوونکوپه شتون ترسره کېږي.
ع