سیاست

ایټالیا له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل پوځي حضورته دوام ورکوي

کابل باختر  دثور پنځلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د ایټالیا د دفاع له وزیر ښاغلي سین ماریو مارو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو په افغانستان کې د سولې د بهیر، له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد د بهیر، له ۲۰۱۴ کال وروسته د ایټالیا هېواد د حضور او د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالولو او ملاتړ په باب خبرې وکړې.
د ایټالیا د نوي حکومت د دفاع وزارت نوي وزیر ښاغلي سین ماریو مارو چې خپل لومړنی بهرنی سفر یې له افغانستان څخه پیل کړی دی، د خپل حکومت په استازیتوب له افغانستان سره د خپلو اوږد مهالو همکاریو ژمنه نوې کړه او ډاډ یې څرګند کړ چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو د موافقه لیک او د ناټو سازمان په چوکاټ کې خپلو اوږد مهالو همکاریو ته دوام ورکړي.
حامدکرزي د ایټالیا د دفاع نوي وزیر ته  د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل چې ایټالیا د افغانستان پخوانی دوست او ملګری هېواد دی او دغه دواړه هېوادونه له یو بل سره ژورې اړیکې لري.
د هېواد جمهوررئیس د ایټالیا له خوا له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د همکاریو د دوام له امله خوښي څرګنده کړه او له افغانستان سره یې په بیلابیلو برخوکې د دغه هېواد د همکاریو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته