سیاست

د آسیا زړه – استانبول بهير د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس جوړېږي

کابل / د وري ۹ مه / باختر
د آسیا زړه – استانبول بهیر د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس- د افغانستان او تاجکستان د جمهورورييسانو په شتون او د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په کوربه توب او د بهرنيو چارو د ١٣وزيرانو په ګډون سبا جوړېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هېواد جمهوررييس د يو لوړرتبه دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار تاجکستان ته سفر ورسېد او په دغه کنفرانس کې به پر ګډون او وینا سربېره، د تاجکستان له جمهوررييس امام علي رحمان او د دغه هېواد له صدراعظم او د پارلمان له رییس سره وګوري او په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ د پراختیا په اړوند به هم خبرې وکړي.
دغه راز د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ، د دغه کنفرانس کوربه توب پر غاړه لري او په دغه سفر کې د جمهوررييس ملګرتيا هم کوي.
پاى \ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا