کابل باختر د وري اوومه :
دهرات دتيموريانو ددوران دپياوړي انځورګر استاد کمال الدين بهزاددسيمينار دجوړولو دکميسيون غوڼډه نن داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر دمعين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغې غونډې په پيل کې پوهاند باوري په خبرو کې وويل چې دکميسيون اړونده کميټې دې بايد ډير ژر دخپلو کړنو رپوټونه وړاندې کړي چې دهغو له مخې ، تصميمونه ونيول شي .
ده وويل چې دسيمينار دجوړولو اساسي موخه دکمال الدين بهزاد داثارو او شخصيت په باره کې دنوي فکر رامنځته کول دي .
وروسته دکميسيون غړو دغونډې داجندا په باب خبرې وکړې .
ختم_ ف _ اکرم