سیاست

د آلمان او د ايتاليا د هيوادونو يو زرو درې سوه پنځوس تنه سرتيري په افغانستان کې پاتې کيږي

بروکسل- دويچه ويله – باختر دلړم دمياشتې ٢٨
د ناټو سرمنشي ينس شتولتنبرګ په افغانستان کې په نوى روزنيز او ملاتړ ماموريت کې د آلمان په برابر شويو پروګرامونوکې د ونډې اخستنې هرکلى کړى دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د ناټو سرمنشي پرون په بروکسل ښارکې د اروپا د اتحاديې د غړو هيوادونو د دفاع د وزيرانو د کتنې ترڅنګ څرګنده کړه چې د آلمان د ژمنې او د سرتيرو د تدارک په خاطر ډير خوښ دى .
د (غوڅ ملاتړ) تر عنوان لاندې د ناټو نوى ماموريت به له پروګرام سره سم د ٢٠١٥ ميلادي کال د جنورى د مياشتې په لومړيو وختو کې پيل شي چې له هغه سره سم د آلمان د اردو ٨٥٠ تنه سرتيري په افغانستان کې پاتې کيږي.
د ناټو محاربوي ماموريت نږدې له ديارلسوکلونو وروسته له روان ميلادي کال په وروستيوکې پاى ته رسيږي.
له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته د ناټو په نوى ماموريت کې په ټول ټال نږدې ١٢ زره تنه سرتيري ګډون وکړي.
دغه راز څوارلس هيوادونه چې د ناټو غړي نه دي؛ غواړي په دې ماموريت کې ونډه واخلي.
د آلمان اردو به د پخوا په شان په مزارشريف کې يو پوځي کمپ ولري.
د آلمان د اردو ماموريت د نوې طرحې له مخې يو کال ټاکل شوى دى او ښايي چې چې يو کال نورهم تمديدشي .
د ايتاليا د دفاع وزارت هم اعلام وکړ چې ددغه هيواد ٥٠٠ سرتيري له ٢٠١٥ ميلادي ځان وروسته په افغانستان کې پاتې کيږي او له افغان سرتيرو سره به په پوځي روزنه کې مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته