کابلباختر د ميزان ٢٠
دافغانستان دټولنيزواوفرهنګي سازمانونو سراسري ايتلاف له خلکو وغوښتل چې دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د راتلونکي کال په انتخا باتوکې هغو اشخاصو ته رايې ورکړي چې وړتيا ولري او خلکو ته په خدمت کولو ژمن وي.
ددغه ايتلاف غړو نن د( کوم انتخاباتي ټيم دهيواددمشرتوب لياقت لري؟) ترعنوان لاندې يوه غونډه جوړه کړې وه اوددغه ايتلاف رئيس ډاکترمقصودابراهيم خيل دخپل برخليک دټاکنې لپاره د افغانستان خلکو ته سترچانس وباله او وې ويل چې بايد زموږ خلک دګاونډيو هيوادونو د خلکو په شان په انتخاباتو کې فعاله ونډه واخلي اوهغوکسانوته رايه ورکړي چې دهيوادپه نوم او نشان پت اوافتخاراتو لوبه و نه کړي.
په دې غونډه کې د دغه ايتلاف غړو ماستراحمدذکي ، شيماخروټى ، نظرمحمدجويا، تورن جنرال غلام سخي او واثق هم دموضوع په باب خبرې وکړې.
0 1 دقیقه لوستل