ټولنه

دلوګر خلکو دپنځو ښوونځيو لپاره ځمکې ورکړې .

کابل باختر دثور  دولسمه :
په لوګر ولايت کې دڅلورو ښوونځيو او ددارالمعلمين دودانۍ دجوړولو لپاره پنځه جريبه  ځمکه ورکړى شوه.
دلوګر ولايت دپوهنې رييس عبدالوکيل  کليوال باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت په ازرې  ولسوالۍ کې دپوهنې درې کارکوونکي او دوه  قومي مشر دڅلورو ښوونځيو او ددارالمعلمين  ديوې برخې دودانۍ دجوړولو لپاره خپلې پنځه جريبه ځمکه ورکړې ده.
په  څو وروستيو کلونوکې دلوګر ولايت پوهنه  دښوونځيو دودانۍ دجوړولو لپاره  ددغه ولايت داوسيدونکو له خوا دځمکې دورکولو شاهده ده .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته