امنیت

په هوايي بريدونوکې داعشيانو ته د سر دروند زيان

جلال آباد باختر دلړم دمياشتې ١٤ نيټه  :
په ننګرهار ولايت کې د يو لړ هوايي بريدونو په نتيجه کې ١٥تنه داعشيان ووژل شول.
په دغو داعشيانو نن سهار د اچين ولسوالۍ په ځينوسيموکې چېرته چې د داعشيانو د پراخو فعاليتونو او شتون ډګر دى، بريدونه وشول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژاتس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې ١٥تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې د ناتو د بې الوتکو له خوا پرې بريدونه وشول.
سيمه ييز مسوولين مني چې په دغو بريدونوکې د سيمې يو ملکي وګړى هم وژل شوى دى.
پا ى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته