کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
دوه تنه پوځيان پرون په لوګر ولايت کې د ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونمل محمد ورا د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پوليسو دوه تنه منسوبين د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار پورې اړوند د قلعه زرداد په ساحه کې کله چې په ګزمې بوخت وو؛ دماين دچاودنې له امله شهيدان شول.
په دې پيښه کې يوبل پوليس ټپي شوى دى .
خبرځاى وويل: دټپي پوليس روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى .
د امنيت آمر وويل چې قلعه زرداد د لوګر ولايت په مرکز پورې اړوند يوه ډيره زيانمنوونکې سيمه بلل کيږي او د روان کال په بهيرکې څو چاودنې شوې دي چې د سر زيان يې هم اړولى دى .
0 1 دقیقه لوستل