کابل باختر د زمري ديارلسمه :
د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى د سرحدي پوليسو له خوا ونيول شو .
تورن د فراه ولايت اوسيدونکى دى چې د ملي اردو له ګزمې څخه د تيښتې په وخت کې د سرحدي ځواکونو له خوا د هرات ولايت د رباط سنګي ولسوالۍ په کنج اول چهل دختر په سيمه کې ونيول شو .
په هرات ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شوى سړى د نشه يي توکو قاچاق وړونکى دى .
ده وويل چې له نيول شويو سړي څخه پوښتنې او تحقيقات پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ