امنیت

دملي دفاع وزارت: په فراه کې دښمن په شا تمبول شوى دى

کابل باختر د ثور  ٢٥:
د ملي دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وايي چې په فراه ولايت کې  عمليات په برياليتوب سره دوام لري او د دښمن بريدونه شنډ کړى شوي دي .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
دملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: په فراه ولايت کې د  ٢٠٧ ظفر قول اردو  د ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په نتيجه کې دښمن په شاتمبول شوى  او امنيتي او دفاعي ځواکونه د هغوى په تعقيب کې دي او همدا اوس  دفراه والي او د ٢٠٧ ظفر قول اردو درستيزوال دفراه ښار د امنيتي کمربند دتاسيساتو په کتنه بوخت دي .
  په خبرپاڼه کې د فراه ولايت خلکو ته ډاډ ورکړ شوى دى چې ملي اردو او ملي پوليس په ټول توان سره له دښمن سره د مقابلې په لاره کې له هيڅ راز سرښندنو څخه ډډه نه کوي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته