ټولنه

مارشال محمد قسيم فهيم دجوند ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې مخکې دبادغيس ولايت  دجوند ولسوالۍ له يو شمير مشرانو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې چې دجمهوري رياست د لومړي مرستيال دکار په دفتر کې وشوه
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  وويل  چې دخلکو يووالى او پيوستون په هيواد کې دبرياليتوب لوړو پوړيو ته د رسيدو يوازنۍ لاره ده.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه  ، چې هيواد دجمهوري رياست   او دولايتي شوراګانو د انتخاباتو په لور پرمخ ځي  او ښه به وي چې دهيوادخلک په دې بهير کې په مشارکت سره دهيواد دمشرتابه او دولايتي شورا دغړو په ټاکنه کې دخپلو رايو ارزښت ثابت  کړي .
په  دې کتنه کې دجوند ولسوالۍ دوو تنو مشرانو د جلا جلا خبرو په ترڅ کې   په دغې ولسوالۍ کې دجوند دخلکو ستونزې دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته وړاندې کړې او ويې  ويل چې د دوى دولسوالۍ مواصلاتي لاره تړلې ده او خلک له دې پلوه له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي .
د  جمهوري رياست   لومړي مرستيال   د جوند ولسوالۍ مشرانو ته   داډ ورکړ  چې د دوى ستونزې به  حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته