امنیت

په جوزجان ولايت کې ددوو تنو ښځو مړي ترلاسه شول .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دجوزجان  ولايت پوليسو تيره شپه ددوو تنو ښځو مړي  دشبرغان ښار په مربوطاتو کې ترلاسه کړل .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى احمد فريد عزيزي  دباختراژانس خبريال ته وويل ديوې څه ناڅه اته ويشت کلنې ښځې  مړى چې اميدواره هم وه دشبرغان ښار دقلعه صوفي کلي ددشت په ساحه کې ترلاسه شو.
ده زياته کړه دغه ښځه لومړى زندى شوې او وروسته په ګيډه کې  دچړو په ګوزارونو سره وژل شوې ده .
عزيزي  زياته کړه: دويم مړى دهغې  څلويښت کلنې ښځې  دى چې  په جوزجان کې ددولتي ادارې کارکوونکې وه  په شبرغان ښار کې ترلاسه شو دغې ښځې  په تومانچې سره ځان وژلى دى او ميړه يې هغه په خراب حالت کې  حوزوي روغتون ته ليږدولې او دجراحي دعملياتو په بيهر کې يې سا ورکړه .
ويل کيږي پرون هم يوه ميرمن  په شبرغان ښار کې دخپل مړه  له خوا وژلې شوې وه چې له څو ساعتونو وروسته دپوليسو له خوا ونيول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته