ورزش

دکرکټ دملي ټيم لوبغاړي دنړيوال جام په راتلوونکي پړاو کې په لوړي روحيې سره ډګرته ځي.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٣
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دکرکټ دنړيوال جام په دويم پړاو کې د سريلانکا په وړاندې ډګرته ځي.
دکرکټ بورد دخپرونو مسوول عزيز غروال دباختر آژانس خبريال وويل: دافغانستان دکرکټ ملي ټيم پرون د زيمبابوې دپياوړي ټيم په وړاندې له برياليتوب وروسته دکرکټ دنړيوال جام راتلوونکي پړاوته لاره وموندله .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې : دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په راتلوونکي پړاو کې دمارچ دمياشتې په اوولسمه نيټه دسريلانکا له ټيم ،دمارچ په شلمه دجنوبي افريقا له ټيم دمارچ په ٢٤ نيټه دانګلستان له ټيم او د مارچ دمياشتې په ٢٧ نيټه دويست انديز له ټيم سره لوبې کوي.
د يادونې وړ ده چې دهيواد دکرکټ ملي ټيم په هند کې د نړيوال جام په سياليو کې په لومړي پړاو کې داسکاتلند، هانګ کانګ او د زيمبابوې ټيمونو ته ماتې ورکړه او ددغو سياليو راتلوونکى پړاوته يې لاره وموندله .
غروال وويل: دهيواد دکرکټ ملي ټيم له دغو ټيمونو سره سختې سيالې په مخ کې لري خو دهيواد دکرکټ دملي ټيم لوبغاړي لوړه روحيه لري او هيله شته چې په دغه پړاو کې هم ښه وځليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته