(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

د آمو سیند غاړو د ټینګښت پروژه بشپړه شوه

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر

د آمو سیند غاړو د ټینګښت پروژه د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ په هزار طوقي کلي کې بشپړه شوه.

د یادې پروژې د بشپړېدو په مناسبت غوڼده د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس، د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي موسی جان حقبین، د آمو سیند غاړو د ټینګښت رئیس مولوي سید غلام مشواڼي او یو شمېر قومي مشرانو په ګډون ترسره شوه.

 یادو ګډونوالو په دغه ولسوالۍ کې د آمو سیند غاړو د ټينګښت پروژې د ارزښت په هکله خبرې وکړې.

د بلخ ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د آمو سیند غاړو د ټینګښت پروژه ۴ میاشتې وړاندې د یاد سیند شاوخوا کرنیزو ځمکو او استوګنو کورونو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه د یوه بېړني پروګرام په ترڅ کې پیل شوه، چې پرون یې چارې بشپړې شوې.

د یادونې وړ ده، چې د آمو سیند غاړو د ټینګښت پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت په لګښت د کندز ولایت څخه پیل، د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ او د جوزجان ولایت قرقین او خماب ولسوالیو ته غځېږي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا