کابل باختر دثور ديارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، پرون د ډنمارک له صدراعظمې سره په یوه ګډه خبري ناسته کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي قواوو تر منځ د نښتې په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغان حکومت به له خپل توان څخه په استفادې سره هغه ټول اقدامات ترسره کړي چې د ډیورنډ د کرښې له دې غاړې څخه ساتنه وشي.
حامد کرزي زیاته کړه چې افغان حکومت به د ډیورنډ د کرښې په دې غاړه کې هیڅ ډول بهرني پوځي تاسیسات او پوستې پرې نږدي.
همداراز د هیواد جمهوررئیس هيله څرګنده کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ پیل شوې جګړه تردې پراخه نه شي.